پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د ښاغلي شرر ساپي شعرونه
25 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
دشرر ساپي زوکړه :شرر ساپې چې خپل نوم يې محمد طاهر او دشير احمد خان زوې دې په 1360 لمريز کال د سلواغې په مياشت کې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالې کې په يوه متدينه او غريبه کورنې کې زيږيدلې دې .
دروسي سره استعمار د يرغل پر محال يې کورنې گاونډِِي هيواد پاکستان ته مهاجره شوه . نوموړې شپږ کلن و چې د پلار د رحمت له سيوري نه بې برخې شو . زده کړه : شرر ساپی په کال ۲۰۰۰ م کې له دولسم ټولکي نه فارغ شو او په همدغه کال یې کلیة لغة العربیة کې داخله واخسته او دعربي ژبې ادبیات یې ولوستل . په کال ۲۰۰۱ م کې یې افغان پوهنتون په عمومي ازموینه کې ګډون وکړ او دطب پوهنځي ته بریالی شو خو داقتصادي ستونزو له کبله يې پریښود . دوه کاله یې د کنړ ولایت په باختر اطلاعاتي آژانس د عمومي مسؤل په توګه دنده سرته رسولې .
دوه کاله یې د هندوکش خبری رسانۍ سره کار کړی دی دشرر ساپي د ژوند څومهمې پيښې : شرر ساپي دژوند ډېرې سړې تودې لیدلې دي هغه یو مهال دسیند په مینځ کې یوه شپه او دوه ورځې ایسار شوی ؤ، هغه راته دخپل ژوند کیسه داسې کوي :ما ښام مهال چې په اسمان کې وریځې کرځیدلې ، مونږه خوشاله ووچې که خیر وي داځل به سیند له ځان سره ښه ډیر نیازوړي راوړي ، که خدای کول داژمی به دغرو دلرګو د راوړلو نه خلاص شو هو همدغسی وشوه سترګې مې نه وې پټې شوې چې د مورخواږه غږ له خوبه راویښ کړم. یو زړه ټکوری یو لاټین اودوه وړی جال ټوکرۍ موله ځان سره واخستی او دسیند په لوري روان شوو.مشر ورور به مې هغه وخت ایله لس کلن ؤ او زه به داوو کلونو په عمرکې وم .راوتلي سیلاب له ځان سره ښه ډیر نیازوړي راوړی و. داموقبوله شوی وه ښه په خوشحالۍ مو لرګي سره راټول کړل خوچې داسې یو ساعت تیر شو،نودروند اواز موترغوږه شو ومې ویل وروره لکه چې بل سیلاب را باندې را ووت ، مالاخبره نه وه پوره کړې، چې اوبه مو تر پښو راورسیدې ، ناڅاپه مو یوې خواته منډه واخیسته ، لاټین او ټوکرۍ دسیند خوراک شوې اوس دځان غم راسره شه ، یو وړوکي ټاپو ته مو ځان ورساوه ، باران په اوریدو شروع وکړه ، دشپې سیلاب او باران ویره وه ، بس یوازی مرګ ته مو انتظار وایست ، ترسهاره راباندې اسمان خپله خوښه یخه کړه . دسیلاب اوبو مو له پښو نه دم ویستلی او بې له دعا نه راته هیڅ نه ؤ پاتې ، سهار چې رڼاولګیده او دلمر دپستو وړانګو په طمع مو دختیځ لور ته سترګې نیولې وې ، لمر رانه هم خپه ښکاره کیده، خپل مخ یې دوریځه په تور ټیکري کې نغښتی ؤ ، سړې سیلۍ به ترې کله ټیکرۍ وتښتاوه او کله به یې بیا هم پر مخ ورته خور کړ ، فکر مو کاوه چې زه لمر لاتنکی ځوان دی .
تر ماسپښینه به یې دوریځو کار ورټول کړی وي ، خوداسې هم ونه شو.ماسپښین هم تیر شو اوباران بیا په اوریدو شو د سړک په غاړه په لس ګونو موټرې زمونږ تماشې ته ودریدې دبامونو په سرونو ښځواو ماشومانوزمونږ ننداره کوله خو هیڅ څوک داسې پیدا نه شو چې مونږ یې ددغه خونړي سیند له څپو نه راویستلي وای کور موهم ډیر لیرې نه و ، په دې پوهیدم چې مور به مې کوري او په زړه به یې څه تیریږي .څه مو کړي وای دایوه ټپه به مې په خوله ډیره راتله چی : یوه غریبي بله بې کسي ده – غریبي ښه ده بې کسي مې ژړوینه .مازیګر یو ځل بیا باران شروع شو او یودوه ساعته ښه په درځ کې و اوریده، اوس نو بله شپه راغله او مونږه ډوډۍ هم نه وه خوړلې یخني
نوره هم زیاته شوه ورورمې راته وویل چې زه لاسونه به سره ورکړه او پورې به وځو ما انکاروکړ ماښام ته نږدې یوتن په ټوپ زمونږ پلو ته راروان و. ورور مې وویل چې دا زما ملګری سلطان کیدای شي چې په مونږ پسی راغلی وي هغه چې ښه رانږدې شو ورورمې لاس ورکړ هغه وویل د خبرو وخت نشته اوبه ډیرې یخې دي تاسو که څوک پورې وځی ما ورته وویل چې ورور مې هغه ماته مخ راواړوه چې زه ته پورې وزه ، خو ماانکار وکړ دوی مې تر ډیره ځایه لیدل خو وروسته مې دسیند څپو له سترګو پناه کړل، زه یوازې پاتې شوم ، دوه ساته وروسته د ماښام خړه لګیدلې وه ، چې هغه هلک یو ځل بیا راغی داځل نو زما وار شو زه هم ورسره د خدای په توکل ملګری شوم، خوکله چې دسیند غاړې ته ووتلم ، نونورو لامبو زنو راودانګل او له سیند څخه یې وویستم په هلک هرچا شاباس وویل او په ما کې دومره شيمه چې ودرېږم. یو پاکستاني چې کور یې نږدې و په غیږ کې واخستم او کورته یې یوړم جامې راته بدلې کړې او په کمبل کې یې ونغښتم، ماما مې راورسیده په دواړه مخه یې ښکل کړم او کورته یې ورسولم. تر یوکاله مې په روانو اوبو کې نه لامبل . نوموړي همدارنګه دژوند په شپاړس کلنۍ کې مار و چیچه ، خدای له مرګه وژغوره ، خولنډه داچې شرر ساپي په ژوند کې ډیرې لوړې ژورې لیدلې دي .
غزل
شوخې سترګې مې سوالګرې وې ته نه وې ته مې زړه کې وې هم لرې وې ته نه وې اوس چې يوه مې په زړه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ما مینه کړې ما په ښکلو باور هم کړی دی په ناپوهۍ کې مې دا کار د خطر هم کړی دی باران مې اورې له…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
وریځي دي باران دی سفر ښه نه دی پاتې شه موسم د بهر ښه نه دی ټولو کلیوالو په یوه غږ ووی وران دي شي…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
هغه چې ســــترګې توروي راپسې یا به مې وژني یا بــه مري راپسي چّـــې راتـــه وګـــورې له ډېره تاوه څوکې د خپلو ګوتو خورې راپسې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
زه هــم ورپـــسې ومه تر سـهاره لکه شپه دا هم په خاموشۍ کې وه بیداره لکه شپه په تور زړه کې د سپین زړه تصور…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
هغه چې د جهل په تیاره کې وي ژوند یې په معکوسه دایره کې وي موږ لکه شبنم په لامده زړه اوبه زور د بغاوت…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
شو مات رانه په زړه کې ستا د مینې خنجر واه د باد په څېر یې خپور شو په دې چم کې خبر واه له…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ته راکــړه د دې خپل حسن اختیار یوه لمحه چې ډېره موده پـس شم ګـناهګار یوه لمحه شي کم مې له زړګې نه د غــم…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ته چېرته یــې! دي زړه کې مې کتاب کتاب خبرې دا ژوند دی را پېښــیږي په کې باب په باب خبرې مرغـــۍ د شوخ نــظر…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
راته په ډکه خوله موسکا وکړه ډيوګۍ وسوځـــــه رڼا وکړه راسره عــشق وکړه نڅا وکړه یو په دی دو کې خامخا وکړه د زړه په…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
کله به ماښام درباندې واړوم مینه به لیلام درباندې واړوم مه مې کینه خوا ته هسې نه چې زه لاس مې لکه دام درباندې واړوم…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
يو ځل له خوبه مخکې او يو ځل له خوبه وروسته عجیبه غځونې کوي ګل له خوبه وروسته! جوټي وهي زنګیږي لکه ډکه میکده او…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
هغوی درنښت راکاوه، ماسره پیسې نه وې دا انديښنه وه دلته نورې انديښنې نه وې قاضي زما غوندې مجبور و خو لږ ډېر مجبور د…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ته خو راتـــــه ګلې! په کــاواکه نظـــر وګــــــوره بيا مــــــې په ليــــــمو کــــې د ګلونو اثر وګوره وګرځه د خپل ښايسـت له پاک حرم نه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
زړه رانه نه اخلې؟کوم کار د ثواب نه راکوې؟ شرره! غلی شه بس نور به عذاب نه راکوې!! ما مې په زړه لاسونه ايښي چې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
شونډو دې ست ونه کړ ســترګو دې حیا ونه کړه ځکـه ســـــینه کې مې زړه هغســې درزا ونه کړه تا رانه زړه وغوښـــته ما ورپکــــــــې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
تا څه غوښتل نو درده چې ترې ته پاتې کېدې هغه چې پاتې نه شوه، ته به نه پاتې کېدې مشغول به ومه ستا د…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
بس دی چې ستــرګو کې اوبه درپسې وګرځوم داســـې نو مه کوه چې زړه درپســـــې وګرځوم ته چې مخ کومې خوا ته واړوي رڼــــــــــا وکړي…
بشپړ شعر ولولئ ←