د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شرر ساپي شعرونه

غزل

ته چېرته یــې! دي زړه کې مې کتاب کتاب خبرې
دا ژوند دی را پېښــیږي په کې باب په باب خبرې

مرغـــۍ د شوخ نــظر مې ترینه رپ وهلی نه شي 
کـوي یې نـن ســبا ستــرګې عــقاب عــقاب خبرې

سپرلی سپرلی وجود دې یې په وږمو کې ډوبېده
چې چـا به ورته وکړلې ګـلاب ګلاب خبرې خبرې

بــــــــــــاڼه دې راته برنـد دي لـکه کلي کې تربور
او شـــــونډې دې کــــوي راتـه ثواب ثواب خبرې

غـــــزلې دې خــــــوږې لکــــه شــاعـــرې جینکۍ
شرنګـــــیږي په کې نیمه شپه رباب رباب خبرې

شـرره چا دې ســوی دی زړګۍ په سپـینه خوله
راخـــيژی تـرې چې دغســې کبـاب کباب خـبرې
د شاعر نور شعرونه ←