افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
هغه چې د جهل په تیاره کې وي
ژوند یې په معکوسه دایره کې وي
موږ لکه شبنم په لامده زړه اوبه
زور د بغاوت خو په لمبه کې وې
کیږدو ورته تاج د پاچاهۍ په سر
راچې شي د نورو په ولکه کې وي
دلته شیطانان فرښتې شوي دي
ټول د ملایکو په جامه کې وي
ته چې وایې بې له غنا نه کیږي
دا به یو دیرشمه سیپاره کې وي