پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
ابا اوبو يو وړ ، ويل ابا څه کوې چه غاړي غرونه ئې يو وړه
ابا مه ګوری ، خورجين ئې ګوری
اټنه وران سې چه امرالدين دي نارې کوي
اختر پټ مېړه نه دی
آخير عمر د خوارۍ دی
ادب له بې ادبه زده کيږي
ادب له زخمه اخيستل کيږي
آدم خان دي په خيال ګوروان درغلی دی
ارزانه بې علته نه وي ګران بې حکمته
ارمان چي وروستی عقل لومړی وای
آره آره يوم پر غاړه
اړه په اړه خلاصيږي
ازمويلی څوک نه ازمويی
ازميښت اول په کال وتلين و ، اوس دم په دمه دی . ( تلين دسالګری په معنی دی )
آسان ئې نالول چونګوښو هم پښې پورته کړې
آسمان ليري ، ځمکه سخته
آسمان چي ټيټيږي ، دومره نه اوريږي
آسمان چي وريځي ښوروي باران به وکي ، کونډه چي سترګي توروي مېړه به وکي
آس ششنی ، خر رايي ، عاتره نوري بلاوي وايي
آس که ټکنی دی ميدان لڼد دی
آس ئې و هغو ته ورکړ چي د تانګ د ټرلونه وه
آس ئې په سوو ګټي ، مړونه ئې په خولو ګټي
آس دبله ، غمچينه د ځنګله چي دی ئې تيز نه کړي نو بې څوک تيزوي
اشه ښه ده که ګله ؟ مه يوه وينی مه بله
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.