د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شرر ساپي شعرونه

غزل

وریځي دي باران دی سفر ښه نه دی
پاتې شه موسم د بهر ښه نه دی

ټولو کلیوالو په یوه غږ ووی
وران دي شي د کلي ګودر ښه نه دی

ماته یو حکیم ویل سترګو وړې ده
خال یې د سرو شونډو په سر ښه نه دی

مه ورکوئ راز د مینې ښکلو ته 
دوی باندې بیخي اوس باور ښه نه دی

نه کینم محفل کې نوره نه کینم
سترګو کې مې څاري شرر ښه نه دی!
د شاعر نور شعرونه ←