افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
شو مات رانه په زړه کې ستا د مینې خنجر واه
د باد په څېر یې خپور شو په دې چم کې خبر واه
له ستــرګو یې وریږي هــر خوا غشي د اجل
نیولی لیونــی دی په جنـــــت کې سنــګر واه
یو دم یې رانه تاو کړې سپینې لیچې غرڅنۍ
اخ! څنګه ترېنه وشو په موږ خوارو باور واه
حیا ته یې په نیمه شپه کې ستوري موسیدل
سپـرلی شو له حـــیرته َله جــامو نه بهر واه
د خــپلو پـــستو اوښـــکو له خــواږه بارانه پس
د ګل غوندې زرغون مې شو په زړه کې شرر واه