د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شرر ساپي شعرونه

غزل

هغه چې ســــترګې توروي راپسې 
یا به مې وژني یا بــه مري راپسي

چّـــې راتـــه وګـــورې له ډېره تاوه
څوکې د خپلو ګوتو خورې راپسې

له روي غم نه دې بې غمه نه شوم
چېرته چې ځمه هلته ځي راپسې

چې يې له خوږ زړګي له کوره وځم
اوبه له ســـترګو نه شیندي راپسې

شرر که شونډې که لیمې غواړې
ګيډۍ ګېډۍ زلفې دې وړي راپسې
د شاعر نور شعرونه ←