د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شرر ساپي شعرونه

غزل

زه هــم ورپـــسې ومه تر سـهاره لکه شپه
دا هم په خاموشۍ کې وه بیداره لکه شپه

په تور زړه کې د سپین زړه تصور نه دی ممکن
په شپـه کې معلومیږي هم هنداره لکه شپه

ویده زړه دې راویښ کړ له خورو زلفو نه پس
راویې نغاړه اوس نو په کې یاره لکــــه شپه

روښانه دې کړې بیــرته د غمـــــونو ډيـــوګۍـ
چـــې ووتې زمــا د زړه له ښــاره لکـــه شپه

هلــه یې په شــرر باندې زړه وسو لکه سکور
چې کــله شوه له حــسن نه وزګاره لکه شپه
د شاعر نور شعرونه ←