افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ما مینه کړې ما په ښکلو باور هم کړی دی
په ناپوهۍ کې مې دا کار د خطر هم کړی دی
باران مې اورې له لیمو پسرلی هم راغی
په ما يي شوی او په دې مې اثر هم کړی دی
داسې هم نه ده چې بې کسه یم بې یاره یمه
یو چا نو ست راته د شونډو د سر هم کړی دی
مړه په دومره وږو سترګو به دې نه راکتل
دې وږو سترګو مې په زړه کې پرهر هم کړی دی
زما په مرګ ورځو، لیمو ، زلفو سلا کړې ده
اوږدو بڼو يې په دې کار کې اشر هم کړی دی
چاچې راکړی کله هم د مینې لاس شرره
بیا يې په زړه باندې ګوزار د خنجر هم کړی دی