د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

45 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

نوم مې باز محمد او تخلص مې عابد دى په ١٣٤٦ لمريز کال د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې وزيږېدم. تر يولسم ټولګې پورې مې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې خونقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو زده کړو ته پرېنښودم او په ١٣٦٣ لمريز کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شوم، چې تر اوسه مې کورنۍ هملته اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت رانه کړچې لوړې زده کړې وکړم. خپله تنده مې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په دې وتوانيده چې په ما کې د شاعرۍ او ليکوالۍ تومنه پېدا کړي. په ١٩٩٢ ع کال مې په شعر ويلو پيل وکړ او په ١٩٩٨ ع کال کې مې په داستان ليکلو پيل وکړ. په ١٩٩٤ ع کال کې د کاروان، نورالحبيب نثار او مصطفى سالک په ګډون په دې وتوانيدو چې افغان ادبي بهير جوړ کړو. يوه کال مې د افغان ادبي بهير ګذارشونه وليکل او درې کاله مې مسلسل بهير د سټيج چارې سرته رسولي دي. او تر هغې چې په پېښور کې وم د بهير د انسجام او مالي چارې مې پرمخ وړلې.
د ٢٠٠٠ع کال د عرفان کلتوري مرکز څخه د خپريدونکى پښتو او فارسي درې مياشتنی سپيدې معاون په حيث مې دوه کاله کار کړى دى او د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کې د بي بي سي راديو سره د نشراتو په برخه کې مې په کار پيل کړى چې لا تر اوسه دوام لري. تر اوسه مې دوه د شعرونو مجموعې چاپ شوي دي چې لومړۍ يې دنکريزو پاڼه نومېږي چې ناهيد کتاب خپرولو موسسې چاپ کړى دۍ. او بله ټولګه د لو دى د لونګو نومېږي چې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. يو ټولګه دلنډو کيسو مې د نامريي ځواک په نوم چاپ ته تياره ده او هم مې د افغان ادبي بهير دګذارشونو غورچاڼ ته ګوتې تخنيږي.

ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

د پسرلي تــــر ښــــکلا دنګ جانانه پر سينه وکــــــــــره لــــــونګ جانانه نن بـــــه دې ښـــه په ديدن ځان مړوم نن دې تر ډېره يــــــم تر…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

مه راکــــــوه غـــــم ستـــرګــې راواړوه ته او خدای صنم ســــترګـــې راواړوه ستا ښکلا به لـــــپې لــــپې وڅـــښمه ګوره راتـــــه ســـــم ستـــرګـې راواړوه تل د ستمګرې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

مه راکــــــوه غـــــم ستـــرګــې راواړوه ته او خدای صنم ســــترګـــې راواړوه ستا ښکلا به لـــــپې لــــپې وڅـــښمه ګوره راتـــــه ســـــم ستـــرګـې راواړوه تل د ستمګرې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

د رنګونو ښکلا

زه چې اول اول مين غوندې شوم او د رنګونو په مانا لږ و ډېر وپوهيدم نو ما به داسې ګڼه چې زيړ رنګونه په…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

بیلتون

زما د ژوند د اميــــدونــــو سپــين سحر جانانه سکــــڼی مـــاښـــــام درتـــه يـــادېـــــږي کـــه نه؟ ما نه د ژوند په وركو لارو مـــــــرور جـــانـــانــه سكڼې ماښام…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

ماشومتوب

راته ياديږي هغه تير وختونه چې په غرمو به ګرځيدم، ګرځيدم ستا په کوڅه کې به د چا له ويرې لکه د پاڼې رپيدم، رپيدم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

د ژوند نغمه مې د ستار د ترنګ خبرې کوي چې د ښکلوکو پر سينه لونګ خبرې کوي اوس به د چا د خيال تصوير…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په ګډا کړه مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخلا کړه په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

مهاجر زړه مې خوشحالي يوه زره نه لري په ځمکه ستوری په هوا کې ستاره نه لري په مرګ يې نيسي، غاړه تبې ته مجبوره…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

د غم ماښام په مازديګر راغی خدايه څه تندر په ګورد راغی د بورو شور په هديره کې و جوړ چاته راته ويلې چې اختر…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

مينه مې داسې په دايره کې واخلي لکه بين مار چې مار هوده کې واخلي د مازديګر وعدې ته نه رسيږي د ديدن تنده مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوه راشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچوه راته د سپينو سپينو ستورو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

ط؛ط²ظ„ : ظ„ظ‡ ط²ړظ‡ ظ†ظ‡ ط¯ط±طھظ‡ ظˆط§ظٹظظ‡

ظ„ظ‡ ط²ړظ‡ ظ†ظ‡ ط¯ط±طھظ‡ ظˆط§ظٹظ…ظ‡ ط¯ ځط§ظ† ظ¾ظ‡ څظٹط± ظ…ې ط®ظˆښ ظٹې ط¬ط§ظ†ط§ظ†ظ‡ ظ¾ظ‡ ظˆط§ظ„ظ„ظ‡ ع†ې ط¯ ط§ظٹظ…ط§ظ† ظ¾ظ‡ څظٹط± ظ…ې ط®ظˆښ ظٹې ط¯ ظ…ط®…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

له زړه مې ارمانونه ستا په لاره ځي په منډه يو څو ليوني ستوري له مداره ځي په منډه پرون مې تلوسه د نن په…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

د زنده گۍ غمونه واړه مې له زړه راټول کړم چې کور ته لاړ شم په سينه باندې واړه راټول کړم په تصور کې زه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

د ژوند مسته نغمه چې له ربابه راوتله د مينې ولوله مې له شبابه راوتله زم زم خو به چا نه وي په مينا کې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

نشه ده د شرابو په رگ، رگ کې مې خوره ده سندره چې زما د تخيل په تال سپره ده نظر مې ښکلا وزيږوي کوم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

داسې مې اوښکو باندې ستا د کوڅې ور وينځلی لکه باران چې بيگا ټوله شپه وي لمر وينځلی دا چې ښکلا راته په هر څه…

بشپړ شعر ولولئ ←