افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
مهاجر زړه مې خوشحالي يوه زره نه لري
په ځمکه ستوری په هوا کې ستاره نه لري
په مرګ يې نيسي، غاړه تبې ته مجبوره کيږدي
د زمانې له ستمګرو نه چاره نه لري
موږه د داسې بد نصيبه قبيلې وګړي
زموږه مړي ګډ ښخيږي هديره نه لري
اوس د اذان ازانګې ټول کلي ته نه رسيږي
زموږ جومات يې شهيد کړی مناره نه لري
راځه چې پاتې زنده ګي په محبت تېره کړو
نفرت ښه نه دی آشنا مينه خساره نه لري