د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په ګډا کړه
مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخلا کړه

په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د مۍ جامونه
اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه

د زړګي په للمه دښته، د ارمان زړي کرمه
د باران په شان ورګږه، چګرته شنه مې تمنا کړه

تخيل کې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا  بُت
بُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه

څنګه غلی ناست يې ”
بازه“ وزرونه دې خواره کړه
د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه
د شاعر نور شعرونه ←