د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



مينه مې داسې په دايره کې واخلي
لکه بين مار چې مار هوده کې واخلي

د مازديګر وعدې ته نه رسيږي
د ديدن تنده مې غرمه کې واخلي

ښکلې ګناه ته مې رابولي ساقي
رانه توبه په ميکده کې واخلي

د عزرائل به دا احسان ومنم
که رانه ساه ستا په کوڅه کې واخلي

زما په زړه داسې قبضه واچوه
لکه ښامار چې لال ولجه کې واخلي

سترګې يې سرې شي په چا خيال نه کوي
”
باز “ چې کوتره په پنجه کې واخلي
د شاعر نور شعرونه ←