د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



داسې مې اوښکو باندې ستا د کوڅې ور وينځلی
لکه باران چې بيگا ټوله شپه وي لمر وينځلی

دا چې ښکلا راته په هر څه کې څرکونه وهي
سهار وختي مې ستا په ښکلي مخ نظر وينځلی

په لاهوتي سندرو نيت تړم د مينې په نوم
د زړگي خُم مې په شرابو د کوثر وينځلی

څنگه سرور دی د بر کلي د گودر په غاړه
چا به د بنگو په وږمه وي مازديگر وينځلی

د بوډې ټال يې په وزرونو کې يو شپول جوړوي
” بازه“ د سپينې غرې په واوره يې کوتر وينځلی
د شاعر نور شعرونه ←