د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



د ژوند مسته نغمه چې له ربابه راوتله
د مينې ولوله مې له شبابه راوتله

زم زم خو به چا نه وي په مينا کې اړولي؟
بيگا شپه چې وږمه يې له شرابه راوتله

د تندې تلوسه مې وار له واره زياتيدله
ها ښکلې چې يارانو له سُرابه راوتله

پرون چې د مطرب له ترنگه څه مې اوريدلي
هم هغه مسئله نن له کتابه راوتله

کوم چا به په پنجره کې بنديوانه وي ساتلي
کوتره خو به ”
بازه “ بې حجابه راوتله
د شاعر نور شعرونه ←