د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

مه راکــــــوه غـــــم ستـــرګــې راواړوه
ته او خدای صنم ســــترګـــې راواړوه

ستا ښکلا به لـــــپې لــــپې وڅـــښمه
ګوره راتـــــه ســـــم ستـــرګـې راواړوه

تل د ستمګرې ادا نــــــــــاز وړمــــــــه
نن وکړه کـــــــرم ستـــــرګــــې راواړوه

ټول به دې په سترګو کې راټول کړمه
ته خو په يـــــــــو دم ستـــرګې راواړوه

ما مې درته زړه په لار کــې ايښی دی
کيږده پرې قدم ســــــــــترګې راواړوه

د شاعر نور شعرونه ←