د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



نشه ده د شرابو په رگ، رگ کې مې خوره ده
سندره چې زما د تخيل په تال سپره ده

نظر مې ښکلا وزيږوي کوم لور ته چې گورم
له کله نه چې ښکلې مې په سترگو کې ديره ده

چې تا په گلورين نظر يو وارې ورکتلي
جانانه د زړه سيمه مې اوس ټوله گلدره ده

يو څوک راغلل ژوندون يې د مرگي نيزه کې يوړو
دا پورې کلی وگوره چې واړه هديره ده

د روغې څه خبره به يې باز سره وي شوي
کوتره چې په شين سهار د بام په سر ښکاره ده
د شاعر نور شعرونه ←