افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ماشومتوب
راته ياديږي هغه تير وختونه
چې په غرمو به ګرځيدم، ګرځيدم
ستا په کوڅه کې به د چا له ويرې
لکه د پاڼې رپيدم، رپيدم
چې يبلې پښې به مې په ځمکه سرې شوې
پنا مې وړه ستا د ديوال سيوري ته
ستا د ديوال خوشبو به داسې مست کړم
لکه د ګلو د شمال سيوري ته
په لوږه تنده باندې نه پوهيدم
نه به غرمه نه مازيګر مې ليدو
ستا په لټون پسې به زه جانانه
ګرځيدم څو پورې چې لمر مې ليدو
خو
خو اوس د داسې وخت پنجو کې ګير يم
چې مې په ګرانه تن ته ساه راځي
جانانه ستا په غم به څه وژاړم
چې په خپل ځان باندې ژړا راځي