افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوه
راشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچوه
راته د سپينو سپينو ستورو اميلونه راوړه
د کائيناتو دې خواره جهان ته لاس واچوه
ترينه ولجه کړه د سندرو غرونه غرونه اوښان
د غزلونو اوښبانه کاروان ته لاس واچوه
چې د وختونود ناسازو نه څه غچ خو واخلو
جانانه نن خو دې تراخه دوران ته لاس واچوه
چې د رقيب له زړه سوی سوی دود وخيژي
” عابده“ دا ځل دې خواږه جانان ته لاس واچوه