د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



له زړه مې ارمانونه ستا په لاره ځي په منډه
يو څو ليوني ستوري له مداره ځي په منډه

پرون مې تلوسه د نن په تمه زياتيده
خو نن چې راغی ښکلی شو ناگاره ځي په منډه

يو چا په ميکده کې وچې شونډې شپه رڼه کړه
يو څوک چې بلا نوش و له خپل واره ځي په منډه

هغه د يو ديدار په خاطر سر تلي کې اخلي
چې ژوند يې مينه مينه وي تر داره ځي په منډه

زما د زړه له خُم نه يې يوه څکه ونه کړه
په ناز په کرشمه رانه ميخواره ځي په منډه
د شاعر نور شعرونه ←