د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



د غم ماښام په مازديګر راغی
خدايه څه تندر په ګورد راغی

د بورو شور په هديره کې و جوړ
چاته راته ويلې چې اختر راغی

زما د قتل اراده يې کړې
جانان د لېچو په خنجر راغی

د زړه پر ځمکه کرونده پخوي
ښکلی په شان لکه د لمر راغی

د خيال وزر مې ستا په مينه شو خور
سروش د شعر مې په هنر راغی
د شاعر نور شعرونه ←