د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

بیلتون

زما د ژوند د اميــــدونــــو سپــين سحر جانانه
سکــــڼی مـــاښـــــام درتـــه يـــادېـــــږي کـــه نه؟
ما نه د ژوند په وركو لارو مـــــــرور جـــانـــانــه
سكڼې ماښام درتــــــه يـــــاديــــــږي كـــــه نــــه؟

له خپـــــــله ځـــــانــه او جهانه بې پروا گرځېدو
د ماشومتوب څــــــــومـــــره ښـــايـسته دوره وه
چې لاس تر غاړې به له نازه به هـــــوا گــرځېدو
د زلميتوب څـــــومـــــره ښــــايـــــستـــه دوره وه
لاس په نامه به درته زه ومه اکثـــــر جــــانــــانــه
هــغــــه اکــــــــرام درتــــــــه يــــاديــــږي کــه نـه؟

اوس هم ځوانان د خوړ په غاړو کې ټوليږي که نه
زمــــوږ د کـــــلي مــــــــازيــــــــگر څــنـــگه دی؟
د چټو پيغلو په کې اوس منگي ماتيـږي که نه
هغه لمــــــــبه لمــــــــــبه گــــــــودر څــــنگه دی؟
تا به شراب د موسکا راوړه له کـــــوثـــر جانانه
د شونډو جــــــــام درتـــــــه يــــــــاديـــږي که نه؟

هغه چـــې مـــا و درتــــه جوړ په هنرمندو گوتو
هغه منگی درســـــــــره شـــــته او کــــــه نــــــــه؟
هغه چې تا به هميشه زمـــــــا جــــاگيــــر گڼـــلو
هغه زړگی در ســــــــــــره شـــــــــــته او کـــه نــه؟
چيرته پريوتی خو دې نه يم لـــــــــه نــظر جانانه
د زلفو دام درتــــــــــه يـــــــــاديــــــــــــږي کـه نه؟

ستا د پاوليو د شـــــــرنــــگا چــې ترنم نه راځي
اوس مې سندرې سر و تــــــــــال نــــــه نــــــيسي
ښکلي به ډېر وي خو نظر کې مې يو هم نه راځي
څوک مـــــــې دا ستــــا پــه څير په فال نه نيسي
چې ستا دماتو بنگړو تور يې وړو په سر جانانه
د بــــــاز نــــــاکـــــــام در تـــــــه يـــاديــږي که نه؟

١٦/ ٦/ ٢٠٠۰

د شاعر نور شعرونه ←