افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
د ژوند نغمه مې د ستار د ترنګ خبرې کوي
چې د ښکلوکو پر سينه لونګ خبرې کوي
اوس به د چا د خيال تصوير په کې ذرې ذرې شي
د زړه هيندارې ته مې څوک د جنګ خبرې کوي
يارانو تاسې به دُعا کوئ چې سر ونه وخوري
د شمايلې د راوړو ملنګ خبرې کوي
د ژوند تيارو کې و تنګ شوی د رڼا ليونی
د ډيوې څنګ کې يو شهيد پتنګ خبرې کوي
زړه مې نری شي غريو مې ونيسي له حاله وځم
چېرته مين چې د بنګړو د شرنګ خبرې کوي