د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي اجمل اند شعرونه

36 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

اجمل اند دولي محمد زوی پر ۱۳۵۶ لمريز کال دننګرهار ولايت د خوګياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجګړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره مهاجرشو او پاکستان په هنګو کې يې واړول . دې خپلې لومړنۍ زده کړې همدلته وکړې . پر ۱۳۷۱ لمريز کال ، چې ننګرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوګياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو ، چې پر ۱۳۷۴ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل دلته تر يونيم کال وروسته يې د ننګرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورنه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کاله کې دکرګرۍ پرچارو بوخت شو . له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . له تيرو درې کلونو راهيسې په کابل کې د ازادي راډيو د خبريال او د پښتو برخې د ايډ يټور په توګه دنده ترسره کوي :
چاپ شوي اثار:

١-(د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب ) د شعرونو لومړې ټولګه ١٣٧٧ لمريز کال
٢- (په څپو کې انځورونه ) د شعرونو دويمه ټولکه ١٣٨٩ لمريز کال
ناچاپ اثا ر
٣- له بنګاله تر کابله ــــ ناول
٤- خوماره ـــ ناول
٥- تر کوکنارګله ــــ د لنډو کيسو ټولګه
٦- سپيده دم ـــ د پروين پژواک د دري شعرونو ژباړې
٧- د وينس سوداګر ـــ د شيکسپير ديوې ډرامې ژباړه
٨-شېبې ـــ دڅو نړيوالو کيسو ژباړه
٩- هېندارې او چينې ـــ د شعرونو دريمه ټولګه
١٠- سرودونه ــــ د نړۍ د څو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړه
١١- د برجونو ښا ر ـــ د چيک جمهوريت يونليک
١٢- ملي کلتور ـــ د افغانستان د ملي کلتور او ورپېښو ګواښونو په اړه يو څيړنيزه رساله.

ښاغلي اجمل اند شعرونه

سرګړی

څومره ستړې ستړې لارې ولا! ستړی يم جانانه نه دژوند په مانا پو شوم او نه مړی يم جانــــــــانه چې يې ما غزل غزل خواني…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

خومار

دا زړه ، هغې نارې کړي چې له چا نــــــه پاتې شوی ما ژر ټټر ته لاس کړ ، ما ويل ما نـــــــــه پاتې شوی…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

خداي خودې نه اخلي له موږ ځني دا ځني خلک زمـــــــوږ په منځ کې دي یو څوتنه د میني خلک   څــــــومـــــره دې ژر توره…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

بنګړي

هــــا ســـــړي چـــــي پـــــه دې کلي کې سنګسار شو ولا ټـــــول کــــلـــــي هـــمــــا غـــه بــانـدي خوار شو   هـــــا چــــــي ستـــــور یــــې لـمن کي ستړ…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

نــــه لـــکـــه سیـــنـــد څـپي څپي ستړي ستومانه راغلي تـــــه لــــکـــــــه ســـتــــوري پـــه هوا باندي جانان راغلي   مـــا مـــــي ځـــوانــــي د ســیــند درنــو څپو ته…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

پرخه

نه ځم خو خندا د مست ګودر مــــې وړي غېږه کې مې واخلي مازيګر مـــــې وړي پرخه يم غاټوله! ستا په سيــــمــــــــــه يم ومې نغاړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

نظر

ګـــوره کوڅه کې بــــــبر ســـر ولاړ دی ليــــونـــــــی بـــيا د يار په در ولاړ دی ستا پرنګي او يرغلګر نــــــــظرتـــــــه پښتون زړګی لکه خپــــــــبر ولاړ…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

سراب

تږې کوتره د اجل په سراب واوښتـــــــــــــــــــــــله که پښتنه پيغله مو بيا پا په پنجاب واوښتله بيا به نو لـــــولم ستا د مستو مستو سترګو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

باور

يارانــــو څــــومره مو دا خپل زړګوټی سپين ساتلی چې مو د وخــــت پـــــه داړه مــــــارو هم يقين ساتلی خــــــدايـــــه توبه چې نن هغه ستا د…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

ماښام

که د تيــــارو زيــــری ماښام راکوي راته شفق د ميــــــو جــــام راکـــــوي پــــه خـــونــړي ګودر ټوټي د منګي د ليونۍ د مـــرګ پيغــــام راکـــوي لا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

لاروی

اوس نو یم تللی ، اوس نو پردی يم اوس یو تیر شوی، مازيګری يم مخکې روان يم ، خو شا ته ګورم دا چا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

سلام، سپین غره !

سلام ، سپين غره ولاستړی يمه رود  دې څه بلې خواته وړی يمه د یو څو دنګو ودانيو منځ کې لکه بندي يم ، لکه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

دوی چې زړګی نه لري ، پټ په کې جانان نه لري په دغه ښار کې خدایږو هېڅوک هم ایمان نه لري لنډۍ يې نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

غزل کله مې ډاګ له ډاګې ولي کله غېږ راکوي جانانه عشق دې د پيريانو د اثر په څېر دی کلونه وشول په کې ورکې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

غزل چې يې کاوه د سرو پيالو انتظار جل وهلي زموږ په کلي کې د ميو خومار جل وهلي   راځه جانانه د کوم سيند…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

غزل داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

باران

باران يورومان ، رومان ، ارمان درســره راغی پسرلی پرلار روان درســـــــــــره راغی موږ بې هسکه وو، پر سر مو ستوري نه وو سپوږمۍ راغلي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اجمل اند شعرونه

پاچاته !

خدای خبر چې زه به څومره ګناګار يم جوړې کړي مې بلا تورې او زغرې زه د دې ښار يو سپين ږيری اوستاکار يم ما…

بشپړ شعر ولولئ ←