پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
غزل
داسې خالي خو د ښايست له
زورورو نه و
د چينارو کلی خو بې له
سترګورو نه و
چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې
را کوزه شوله!
سپين غر خو داسې بې مماڼو بې
ګور ګورو نه و
ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې
نجونې نه شته کنه
دا مازيګر خو بې ټپو او بې
سندرو نه و
هغه ترې توره د دښمن په ټټر
ونېوله
خو خوند يې خوا کې د خورو ورو
ملګرو نه و
انده! راغه سږ کال غاټول ګلان
ونه ټوکول
د رود پر غاړه شور د زرکو د
تنزرو نه و