د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

دوی چې زړګی نه لري ، پټ په کې جانان نه لري
په دغه ښار کې خدایږو هېڅوک هم ایمان نه لري

لنډۍ يې نه زده،  درخانۍ او ادم خان نه لري
ګل مکۍ نه شته په حجره کې طالب جان نه لري

دلته شنه بوټي هم د تندې مانا نه پېژني
دا نازولي  خلک تمه د باران نه لري

ورته رسېږي هماغه ، چې څه یې زړه وغواړي
ډېر بد نصیبه دي چې هیڅ هېله ارمان نه لري

رود یې کوچۍ نه لري ، دښتې یې کېږدۍ نه لري
غريې مرغان نه لري ، کلی يې اذان نه لري

 چې په لېدو یې ماسوختن شي فرشتې وریادې
ها څو راڼه ستوري ددې خلکو اسمان نه لري

د شاعر نور شعرونه ←