د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

بنګړي

هــــا ســـــړي چـــــي پـــــه دې کلي کې سنګسار شو

ولا ټـــــول کــــلـــــي هـــمــــا غـــه بــانـدي خوار شو

 

هـــــا چــــــي ستـــــور یــــې لـمن کي ستړ ي راغي

د هـــغــــه ژڼـــــي خــــودار د غـــاړې هــــار شـــــــو

 

راځــــه لـــمـــر بــــه یــې هم منځ کي دوه ټوتي کړو

زمـــا چــــي بـــر خــــه نــنـــګـرهار او ستا مزارشو

 

پـــه دي لـــوی ښــار د ټیټ ستر ګو پاچا یې شوه

چـــــا چــــي هـــســـکــه غــاړه وړلــه نو په دار شو

 

بــــیــــګـــــا ســـتـــور وټـــپــــه مــــار بلبل وژلاي

پــــه ګـــلــپـــا ڼـــو ویــنــي ډنډوې چې سهار شو

 

ګــــلا بــــي نـــجــونـــه بـه بیا ډولۍ کې غواړي

پــــــه دي لــــوي ښــارکې  پاچا خپله ښامار شو

 

وار کــــوه دعـــا تــــرې اخـــلـــو بــیـــا به درومو

مــــلــنـــګ اوس لـه خپل چیلم نه را اوزګار شو

 

یــــو پـــه سپین اس باندي سپور ژڼي به راشي

خداي دې نه کړي چي ټولي مو بې سردار شي

 

جــیـــنـکــۍ پـــرې بنګړي کیږدي مراد غواړي

زمـــــا زړه ســــم د بــــابـــــا ولــــي دربـــار شـــو

 

ســـتــــا پــــه ښـــار کې چیلم نشته،چینه نشته

مـــازیـــګـــر دي انــد د شــنـــو بــنـګو خمارشو

د شاعر نور شعرونه ←