د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

خداي خودې نه اخلي له موږ ځني دا ځني خلک

زمـــــــوږ په منځ کې دي یو څوتنه د میني خلک

 

څــــــومـــــره دې ژر توره راوکښله له تیکي ځني

نا ځـــوانه کلي کي لا شته د تورې سپیني خلک

 

کـــــه ګــــل پـسي یې اقتدا دعشق په نوم وکړله

پــــه دي کـــوڅــو کې بیا ته تو یو ي ویني خلک

 

مـــا اوجــانــان یـو بل له ستورونه کم نه ګڼل خو

کــه مــو تــر منځه اوسیدای نه د بـد بیني خلک

 

د جـــبــــر تــــوري تـــا د کــلـي ستر ګور و خواړه

عـجـیـبــــه دا چي ستر ګي نه لري او ویني خلک

د شاعر نور شعرونه ←