د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

باور

يارانــــو څــــومره مو دا خپل زړګوټی سپين ساتلی
چې مو د وخــــت پـــــه داړه مــــــارو هم يقين ساتلی

خــــــدايـــــه توبه چې نن هغه ستا د کعبي قسم خور
په جار نــــارې کــــــړې راته وايي چې ما دين ساتلی

خير دی که تور ګرد د بــارودو دې پر مخ ورک کړی
موږ تصور کې خـــوتــــل خـــال ستا په جبين ساتلی

سپرليه ستا او ستا د رنـــګو احســـــان په څه ومنو
چې چاپيريال مو خپل په وينو تل رنـــګيـــن ساتلی

د وخت نادودو که هر چو را ته تــــراشــــلۍ زړګــــی
مونږه بيا هم دا خپل تراشلی زړه سنګين ســـاتــــلی

ترخــــو حــــالاتــــو کـــه ښـکلا له ټول مالت نه وړې
خو ما په زړه کې د ارمــــان کـــورګـی حسين ساتلی

١٣٧٥ مرغومی ٨

د شاعر نور شعرونه ←