افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پرخه
نه ځم خو خندا د مست ګودر مــــې وړي
غېږه کې مې واخلي مازيګر مـــــې وړي
پرخه يم غاټوله! ستا په سيــــمــــــــــه يم
ومې نغاړه پټه مې کړه لمــــــــر مې وړي
وامې خله ما ټول سترګــــو ته پورته کړه
تاو رانه لاسونه کـــــــــړه لښکر مې وړي
ښاخ ددنګ نښتر ســــيلاب اخيستی يم
ځګ سره مې غاړه کــړي په سر مې وړي