د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

سراب

تږې کوتره د اجل په سراب واوښتـــــــــــــــــــــــله
که پښتنه پيغله مو بيا پا په پنجاب واوښتله

بيا به نو لـــــولم ستا د مستو مستو سترګو غزل
که دغـــه پـاڼه مې د ژوند د کتاب واوښتــــــــــله

معصومو هيــلو مې چې ستا غېږې له دروړه پنا
لکه رمه له شپــــون نـــه تـــله په قصاب واوښتله

زکــــات د ميـــنې نــــور په تا هم غنم رنګه اوړي
ښکلا خو ستا هم لــــــه ټـــاکلي نصاب واوښتله

تاوه يې نه کړه په سينه کــــــــې لمــر ترې ولوټله
د پرخې پړه نو خــامخـــــا پر ګــــــــلاب واوښتله

مينې سندره کــــــړه اجــــمله ! ساز کې ونغښتله
درخو نغمه شوه د ادم پــــه ربــــــاب واوښـــــــتله

١٣٧٦/١٢/٢١ جلال اباد

د شاعر نور شعرونه ←