د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

باران

باران

يورومان ، رومان ، ارمان درســره راغی
پسرلی پرلار روان درســـــــــــره راغی

موږ بې هسکه وو، پر سر مو ستوري نه وو
سپوږمۍ راغلي ، کهکشان درسره راغی

بس مننه د وروستي سپرلي بــــــــارانه !
څوک د غـــره د رود په شان درسره راغی

ته چې تللې نو د مني وچــــــــکالي وه
ته چې راغلې نو بــــــــاران درسره راغی

ما نه هـــــېرې لنډۍ ټولې را په زړه شوې
چې غزل غزل جانان درســــــــــره راغی

١٣٨٤/٢/٥ کابل
 

د شاعر نور شعرونه ←