د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

غزل

غزل

چې يې کاوه د سرو پيالو انتظار جل وهلي
زموږ په کلي کې د ميو خومار جل وهلي
 
راځه جانانه د کوم سيند تر څنګ کېږدۍ ووهو
سږ کالې هسې هم د کلي کوکنار جل وهلي

خدايه! شېبه، شېبه باران د کرم ووروه
څوک مساپر کورته روان دي، پر لار جل وهلي

مسته ارغنده! سپېره کاڼي شوې څپې نه وهې
دا ستا تر څنګ د شنو باغونو انار جل وهلي

اوس له ترنګ سره څو سوې ټپې نه غبرګېږي
منګی مات شوی او نغمې د سيتار جل وهلي

د شاعر نور شعرونه ←