افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
نظر
ګـــوره کوڅه کې بــــــبر ســـر ولاړ دی
ليــــونـــــــی بـــيا د يار په در ولاړ دی
ستا پرنګي او يرغلګر نــــــــظرتـــــــه
پښتون زړګی لکه خپــــــــبر ولاړ دی
منګی راواخـــــله لا نـــــا وخته نه دی
لا خو د غـــــرو په څوکو لمر ولاړ دی
ماته خـــو اوس هم لا ګلبن ښکاريږي
لاخـــــــــو د وران وطن کنډر ولاړ دی
د اورنـــــيو تــــــــوپــانــونـــو وړاندې
ستي کابل مې لـــــکه غــــــر ولاړ دی