د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

12 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 نقيب احمد اتل له نن نه ۲۶ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د هډې په تاريخي سيمه كې د ارواښاد شينواري په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.

دى اته كلن وو چې د ښونځي په وره ور ننوت اود ۱۳۷۷ لمريز كال كې د هډې له لېسې بريالى راوواته. د كانكور امادګي يې هم كړې وه خو د خراب روزګار له امله ترې پوهنتون پاتې شو. چې دغه موده نږدې پينځه كاله دوام وكړ او بلاخره د ۱۳۶۲ لمريز كال يې، هغه وخت چې د د ننګرهار په څارنوالۍ كې دولتي مامور تعليم او تربيې پوهنځي د ژبو او ادبياتو څانګه يې پيل كړه او په ۱۳۸۶ لمريز كال يې برى ليك ترې تر لاسه كړ.
د اتل په خټه كې هم لكه د نورو پښتنو آغګلى وو خو، كله چې په نهم ټولګي و او په وينا يې غمونو غاړه وركړه نو شعر ليكل يې پيل كړل چې تر دا مهاله يې يو ټولګه شاعري او د خپل ژوند په اړه يو ناول ليكلى دى، خو لا د چاپ په ګاڼه نه دي سمبال.
په نوموړى خداى د ښه شعر ليكلو ترڅنګ ښه غږ هم لورولى دى چې په ډېرى غوڼدو او مشاعرو كې يې د خپلو فرهنګي ملګرو تنده پرې ماته كړې. او يو ځل خو د همدې خداى وركړي سندريز غږ له امله د ننګرهار ټولنيز مركز_ ميډيوټيك لخوا د ترنم په جوړه شوې سيالۍ كې لومړى مقام تر لاسه كړ.
د ده د خوښې شاعران خوشال خټك، حمزه بابا، دروېش درانى او رحمت شاه سايل دى او د رفيق شينواري او هارون پاچا سندرې په سندرو د خپل ژوندانه بې روزګاره شېبې لنډوي.
اتل د دې ترڅنګ  ژورناليستيكې بوختياوې هم لري چې تر دې دمه يې په ننګرهار راډيو، شرق راډيو، سپين غر راډيو، نننى افغانستان( مجله) او كليد راديو سره دندې تر سره كړي دي. 
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

 د پښتون په کور کې جنګ دی، ژوند بدرنګ دی ژوند بدرنګ دی، ژوند بدرنګ دی، ژوند بدرنګ دی سوځېدلي قرانونه پاڼې پاڼې د خدای…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

بس دی راځئ چې نوره سوله وکړو شر نه کوو نورې خبرې د ټوپک او د سنګر نه کوو د زړه پر پاڼو به د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

چې کله  ځانته شمه ځان سره ښه وژاړمه سپېره قسمت سوي ارمان سره ښه وژاړمه زه داسې يمه لکه ستوری له مداره وتی سپوږمۍ ته…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

  همداسې ښه يمه بې ياره بې جانانه ښه يم  داسې بې مينې ښه يم داسې بې ارمانه ښه يم شېخ او زاهد که د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

 بيا اختر شو خپل ارمان ته غاړېوځم يو څوک شته دی په ما ګران ته غاړېوځم سږنی اختر پښتو غيرت پرېږدمه  مرور دی خوږ جانان…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

 يه قراره چېرته به يې څنګه به يې؟ خوږه ياره چېرته به يې څنګه به يې؟ راشه کنه ستا په تمه ناسته يم څه شوې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

تاچې زما په  ارمانونو خاورې واړولې  ما هم د عشق په کتابونو خاورې واړولې هغه دخپل کلي رواج داسې مجبوره کړه چې هغې په خپلو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

 ګران دی په ما له ځانه  ګران دی جانان خوږ داسې خوږ لکه ايمان  دی جانان  په دې سپرلي او ليوني موسم کې  چې ولی…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

ګيله مې کېږي چې دې خپل نه کړمه ځان دې نه کړم له خپله لاسه دې پردی کړمه جانان دې نه کړم په هر محفل…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

ځار قربان د زړګي سره څومره خوږ يې د خپل کلي مازيګره څومره خوږ يې ما لا يار ته د خپل زړه کيسه ونکړه څومره…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

تاته بانې ښې دي او تاته انتظارخوږ دی ستا له اوږدو اوږدو وعدو نه ماته دار خوږ دی په يو ديدن پسې مې څومره ورځې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

ما درته ټول عمر دعا کړې ده تا راته ټول عمر ښېرا کړې ده ته خپل وجدان ته ملامته نه يې؟ چې ما وفا او…

بشپړ شعر ولولئ ←