افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تاته بانې ښې دي او تاته انتظارخوږ دی
ستا له اوږدو اوږدو وعدو نه ماته دار خوږ دی
په يو ديدن پسې مې څومره ورځې وشمارلې
ستا له الفت نه ګرانې ماته ستا انکار خوږدی
دا اوس چې هر طرف ته ځې پښه دې په کاڼو لګي
د مور دعا خوږه ده ګرانه که ازار خوږ دی
تاته به چا زموږ د کلي کيسې کړې نه وي
ښا يسته دېره ،درز د منګي، ترنګ دسېتارخوږ دی
يو چا پرون خپلو همزولو ته په ډاګه ويل
ماته اتل خوږ دی او ماته مې خپل يار خوږدی