افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تاچې زما په ارمانونو خاورې واړولې
ما هم د عشق په کتابونو خاورې واړولې
هغه دخپل کلي رواج داسې مجبوره کړه چې
هغې په خپلو اميدونو خاورې واړولې
چا په ګلبڼ کې مړاوي ګل ته د زړه وينې ورکړې
چا په تنکيو ګلابونو خاورې واړولې
لا مې په قبر کې هر زخم وازه خوله نيولې
تاسې زما په پرهرونو خاورې واړولې
اتل دا ستا له غمه خپله شاعري پرېښوده
اتل د مينې په شعرونو خاورې واړولې