د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

 بيا اختر شو خپل ارمان ته غاړېوځم

يو څوک شته دی په ما ګران ته غاړېوځم

سږنی اختر پښتو غيرت پرېږدمه 
مرور دی خوږ جانان ته غاړېوځم

صدقه دې له خيرنو جامو ياره 
ستا ريښې ريښې ګرېوان ته غاړېوځم

د بې دينو سره پل نه ږدم په لاره
مسلمان يم خپل ايمان ته غاړېوځم

له اتل نه لمر سپوږمۍ دواړه خپه دي
ډک له ستورو سپين اسمان ته غاړېوځم
د شاعر نور شعرونه ←