د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

ما درته ټول عمر دعا کړې ده

تا راته ټول عمر ښېرا کړې ده

ته خپل وجدان ته ملامته نه يې؟
چې ما وفا او تا جفا کړې ده

هره شېبه چې ستا نامه اخلمه
دادې په ما څنګه بلا کړې ده

ګرانې هم تا رانه زړګی وړی دی
دا ناروا راسره تا کړې ده

اتل په مينه کې تاوان کړی دی
اتل چې زړه په زړه سودا کړې ده
د شاعر نور شعرونه ←