د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

ځار قربان د زړګي سره څومره خوږ يې

د خپل کلي مازيګره څومره خوږ يې

ما لا يار ته د خپل زړه کيسه ونکړه
څومره ژر پريوتې لمره څومره خوږ يې

ستا هر بوټی ستا هر کاڼی ښکلومه
زما عشقه وران ګودره څومره خوږ يې

دنړۍ ټول کاينات درنه لوګی شه
پيغمبره پيغمبره څومره خوږيې

په اتل باندې دې څنګه کوډې وکړې
ای د مينې جادوګره څومره خوږ يې
د شاعر نور شعرونه ←