د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

 ګران دی په ما له ځانه  ګران دی جانان

خوږ داسې خوږ لکه ايمان  دی جانان 

په دې سپرلي او ليوني موسم کې 
چې ولی مړاوی دی خزان دی جانان

زما د ستړي او نيمګړي ژوندون
زما د خوږ زړګي درمان دی جانان 

ټول د فطرت له کرشمو نه جوړ دی
ښکلا ده، مينه ده،ارمان دی جانان

بس د اتل د ترنم ژبه ده
غزل غزل رومان رومان دی جانان 
د شاعر نور شعرونه ←