د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

 د پښتون په کور کې جنګ دی، ژوند بدرنګ دی

ژوند بدرنګ دی، ژوند بدرنګ دی، ژوند بدرنګ دی

سوځېدلي قرانونه پاڼې پاڼې
د خدای کور په وينو رنګ دی،ژوند بدرنګ دی

هر انسان د خپل قسمت له لاسه ژاړي
زندګۍ پور ې په  تنګ دی، ژوند بدرنګ دی

لا تر څو به د پرديو لاس ته ناست يو 
ګل وطن مې سم ملنګ دی، ژوند بدرنګ دی

بس اتله بدبختي د پښتنو ده 
ورور له ورور ځنې په څنګ دی،ژوند بدرنګ دی
د شاعر نور شعرونه ←