افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
يه قراره چېرته به يې څنګه به يې؟
خوږه ياره چېرته به يې څنګه به يې؟
راشه کنه ستا په تمه ناسته يم
څه شوې خواره چېرته به يې څنګه به يې؟
بيا مې په کجلو سترګې تورې کړې
ستا لپاره چېرته به يې څنګه به يې؟
اف غربت له کوره مساپر کړلې
ګرانه پلاره چېرته به يې څنګه به يې؟
نور دې انتظار په سترګو ړوند کړمه
څارم لاره چېرته به يې څنګه به يې ؟