د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه

غزل

  همداسې ښه يمه بې ياره بې جانانه ښه يم 

داسې بې مينې ښه يم داسې بې ارمانه ښه يم

شېخ او زاهد که د ريا په سمندر کې ډوب دي
زه بې سجدې ښه يم بې زهده بې ايمانه ښه يم 

نور مې د زړه پر کرونده د مينې کر نه کوم 
لکه للمي زمکه بې کښته بې  بارانه ښه يم

د ښکلو ښکلو منتونه په سر نه شم وړلی
 يوازې ښه يمه همداسې بې احسانه  ښه يم

اتل بلد يمه  د غم  له تيندکونو سره 
د ژوند په ګرانو لاروډېرستړی ستومانه ښه يم 
 
د شاعر نور شعرونه ←