د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

30 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ستوري دادب په اسمان کې ، نومي کتاب کې سالک دځان په اړه داسې وایي : 
 زمانوم مصطفی سالک دی ، ارو ښاد پلار مې سیداجان سالک نومېده ، کوم وګړي چې دملیت په وړاندې قام غوره ګڼي یوسفزی مې بللی شي . دزوکړې ځای مې دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دکنډیباغ قریې دقاضیانو کلی دی ، دپیدایښت ټاکلې نېټه مې لا راته نه ده معلومه . دتذکرې له مخې په ۱۳۵۸ ه ش کال کې یوکلن وم ، خونه وم ، ځکه چې ښوونڅي ته دتللو وړ وم ، تذکره مې ترهغې دداخلې په لاره کې خنډ وه ، چې دننګرهار په مستوفیت کې له یوکلنه اووه کلن شوم ، پروا نه کوي دسړیو فطرت دعمر ډېر څرګندول وي ، ګنې ولې به مو هغه مهال ځانته په قلم برېت جوړول . په دې اساس زه ۱۳۵۷ ه ش دخپلې زوکړې کال ګڼم . یو دتره زوی مې عتیق الله نومېږي ، زه له هغه نه څلور ورځې کشر یم ، داځل چې ننګرهار ته لاړشم پوښتنه به ترې وکړم ، که دزوکړې ټاکلې نېڼه یې معلومه وه ، زه به هم دسالګرې ورځ پیدا کړم ، ، بښنه غواړم خبره رانه اوږده شوه . په ۱۳۵۷ ه ش کال ښوونځي ته لاړم ، ایله دویم ته تللی وم ، چې په کلي ولس کې دکمونست حکومت په وړاندې جنډې پورته شوې ، همدغه دلښکرونو دزمانې پیل دښوونځیو پای شو پلار مې ټوپک راواخیست ، خو په کورکې یې زه له کتاب او قلم سره اشنا کولم څو کاله په وطن کې و ، درته به څه ووایم په اور کې ژوند و ، باور وکړه ، چې هغه زمانه اوس هم کله دیوه تندریز کړنک زما دذهن دمنځني ګنبد په حافظه کې محفوظه ده پر ۱۹۸۲ میلادي کال پېښورته راغلو ، دمنځمې زده کړې دخلا غچ مې مې واخیست او ښوونځی مې له شپږم ټولګي پیل کړ ، دلېسې پر مهال مې دعربي او انګلیسي ژبې کورسونه هم ولوستل ، په ۱۳۶۸ کال له لېسې فارغ او د دعوت و جهاد پوهنتون دادبیاتو پوهنځي محصل شوم . پر ۱۳۷۲ له پوهنتونه فارغ او هم هغلته اسستانت استاد شوم . په ۱۹۹۵ کال کې مې د پېښور پوهنتون د پښتو ادب دماسترۍ سند تر ګوتو کړ او د ۱۹۹۷ م کال دفبرورۍ میاشت وه ، چې په پېښورکې مې د بي بي سي دتعلیمي ادارې له پښتو برخې سره کارپیل کړ .
 
 دسالک ګڼ شمېر اثار هم خپاره شوي ، چې دبېلګې په توګه یې یوڅو دلته یادوو :
 دطاووس بڼکه -- شعري ټولګه
 سندریزې چینې - شعري ټولګه
 منشور - کره کتنه
 وخیمه ما از سایه همابود - فارسي شعري ټولګه

ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

د چا سترګـــې مې په زړه کې لاره ګوري سندریـــــــــزې چینې غره کې لاره ګوري ستا ښایست مې له وجود نه بهر نه ځي دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ستــــــــا قـــــدمونه ټوله لار شرنگوي زما په زړه کـــــــــې هريو تار شرنگوي په دسمــــالــــونـــــو دې بنــگړي وتړه دا خـــو فتنه شوه داخو ښارشرنگوي ليلا مې خوب په تــــرنــــم کــې کوي زما د خيال…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

نيزې

زمـــــــا د روح د اسمـــــانـــــونــــــــــو ښــــکلا قسم پــــــه خــــدای دی په تيارو کـــــــې يمه خدايزده د کــوم ښکلي مې زړه مــــــات کړی دا څو کـــلونه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

سجدی

 تندی د ساقی تریو تشی کاسی شوی ځئ چې ځو)) نا سویو پتنګانو ډيوی مړی سوی ځئ چی ځو )) استاد حمزه شینواری   زاهد…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

د روح پــــه بـاغ مــــې راوريــــــږي جانان په هـــــر يو ستوري کې موسـيږي جانان حسن يــــې بوج شــــــو په نازکه ځوانۍ د هـــــر يـــــو ناز…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

اميل

دپکتيا د غرونو تر تاثر ﻻندې ليکل شوی هلته ځوانۍ ته رسيدلی جلال بس دفطرت د ليونتوب سيمه ده په اډي  ډکې  وې دغره  لمنې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

شمعې زه درځمه  په لمبو مې هر کلی کوه هو پښتونولي ده په ليمو مې هر کلی کوه مينه  مې  د  سر  او  تال  راوړي …

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ﻻخو تر اوسه د منصور په  نصيب دار پاتې دی ﻻس کې تسبې دي اوپه غاړه کې زنارپاتې دی توبې به مري او ميکده به…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

ازلي مينه

ﻻزمانه دخدای په خيال کې نه وه ما سندريز شان پيغلتوب کې ليدې زه چې اوده وم د عدم غيږه کې د هغې شپې نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ستا دسترګوکتاب وايم ستا نظرزما خوښيږي  اوس دمينې په مذهب شوم پيغمبرزما خوښيږي تا د اورپه بيه اخلم خليلي سوداګري کړم    په اعجازجوړشوی بت…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

زما مســـــــــــــــتي که يو څپه وه ﻻړه تيره شــــــــوله ســـــــــتا د ښکلا هم تماشـــه وه ﻻړه تيره شـــــــوله زما د زړه د شيشې دنګ برجونه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

دا رنګ خو يو غبار دی د هر ګل په ايــــــــــــــنه کې ښــــــــــــــکلا د سپرلي ګوره د بلبل په ايــــنه کې زاهــــــده د حرم حيرتـــــــــکده…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

په شونډو دې نن ناڅي بهانې زړې زړې راوګرځيدې بيرته زمانې زړې زړې ماشوم ساقي ته ګوره اوس زماامتحان اخلي شراب يې نوي،نوي پيمانې زړې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

د مــــــــينې ﻻره کــــــې څــــــه بل شان امتحان راځي ړومــــــبی قـــــــدم دهـــــر سړي دلـــــته په ځان راځي د هــــــر يو شړنګ نه يې څــــڅيږي ﻻهوتي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

تصوير

زما په کسو سپيلنو کې د سپرغۍ تصوير دى خلک پوهيږي چې دا هم د چا جينۍ تصــوير دى څيرې گــــــريوان انځورول يې د پښتو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ســــتا له خبرو مې الهام واخســـت ما د سندرو ښار ته ګـام واخســــت په تغافل يې زه بـې واکـه نه شــــوم نن مـــــې ساقي نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

مــــــبارک  شــه مخکې  دار دې  لارويه غــاړه ورکــــړه دا  دې يـــــار  دى  لارويه پـــرې ونـې دي هغو  ته  چــــې ړانده  دي لاس ور تير کـــــړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ياد به دې وي وخـــــته پيمانه زمــا په ﻻس کې وه ســـــتوري په ورغـــــوي زمــانه زما په ﻻس کې وه زړه مـــــې ستا کيږدۍ لره…

بشپړ شعر ولولئ ←