افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ستا دسترګوکتاب وايم ستا نظرزما خوښيږي
اوس دمينې په مذهب شوم پيغمبرزما خوښيږي
تا د اورپه بيه اخلم خليلي سوداګري کړم
په اعجازجوړشوی بت يې ستاازرزما خوښيږي
لمره زرشه اورورين شه بيا ګودرلمبه لمبه کړه
دا دوزخ زما جنت دی دا کوثر زما خوښيږي
د څلوروسترګوجنګ کې بارودي نظرونه ووري
دا د امن ارتقا ده دغه شر زما خوښيږي
ستا په شونډوکې مسکا ده د رقيب په تندي ګونځې
اوس موسم دپسرلي شواوس خوغرزما خوښيږي
د يوسف سترګې باڼه دي ګوره يو تر بل حسين دي
پښتنو باندې مين يم لر او بر زما خوښيږي
غلچکي نظر دې ياره زه منزل د عشق ته بوتلم
خير فطرت يې که دغلو دی دا رهبر زما خوښيږي
مونږ يې تول منلی نه دی په جدا مسلک روان دی
خو ملګرو خدايزده ولې قلندر زما خوښيږي