د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

دا رنګ خو يو غبار دی د هر ګل په ايــــــــــــــنه کې
ښــــــــــــــکلا د سپرلي ګوره د بلبل په ايــــنه کې

زاهــــــده د حرم حيرتـــــــــکده دې مبارک شـــــــه
خپل ورک اشــــــــنا مې ومونده د مل په ايــــنه کې

غـــــــــبار يې د زاوال ﻻ په رخــــسار پريوتی نه دی
چې ګوري د خپل حســـــــــن تکامل په ايـــــنه کې

شـــيشــــه زما د ملک خو د کوترو وينو ســــره کړه
اوس ځالې د حـــــــــــيرت دي د کابل په ايــنه کې

په سترګوکې تصويرمې ګوره څنګه وارخطا کړې
جــــــــــــراًت خو به مـــنې د تقابل په ايـنه کې

د شاعر نور شعرونه ←