د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

شمعې زه درځمه  په لمبو مې هر کلی کوه
هو پښتونولي ده په ليمو مې هر کلی کوه

مينه  مې  د  سر  او  تال  راوړي  له ازله  ده
خوردې سريندې يې په نغمو مې هر کلی کوه

چا درنه د سرو ګلو ګيډۍ نيکبختې غو ښتې دي
راشه   مړې  راشه  په   اغزو  مې  هر  کلی  کوه

پريده ساقي خير که مې شيخان په کاڼووولي
تاته  چې  راځمه  نو  په  پيالو  مې  هر  کلی  کوه

هار  د  سپينو  ليچو  دې  زما په  غاړه  واچوه
شرنګ پسې يې مړ يم په بنګړو مې هرکلی کوه

زيړه  زرغونه  مې  د زړګي  منشور  نه  تاوه  ده
دغسې  لمر  مخې  په  شغلو  مې هر  کلی  کوه

د شاعر نور شعرونه ←