د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

تصوير

زما په کسو سپيلنو کې د سپرغۍ تصوير دى
خلک پوهيږي چې دا هم د چا جينۍ تصــوير دى

څيرې گــــــريوان انځورول يې د پښتو خلاف دي
ځکه نيمگړى لا زما د لــــــــــيونۍ تصــــــــوير دى

لکه کــــــــعبه يې د ليمو په تور کې پټ ساتـــــــمه
دومره سپيڅلې ستا د کلي د بلـــــۍ تصويــر دى

قــــــسم په خداى زه خو دا غرونه پښتانه گڼــــــمه
په دغه کاڼي کې شمله ده د پگړۍ تصــــــوير دى

دژوندهنداره کې يوازې دمرگ سترگې ښکاري
پــــر زيړو پاڼو د خــــــزان هم د سيلۍ تــصويردی

د شاعر نور شعرونه ←