افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په شونډو دې نن ناڅي بهانې زړې زړې
راوګرځيدې بيرته زمانې زړې زړې
ماشوم ساقي ته ګوره اوس زماامتحان اخلي
شراب يې نوي،نوي پيمانې زړې زړې
بې ياره ځانځاني ده په دې نوې زمانه کې
اوس نشته په دې چم کې يارانې زړې زړې
په ستوروکې به مونږه هم دمينې مشغوﻻکړه
که ورانې زمونږ نه وای اشيانې زړې زړې
ثابته شوه چې زه هم دتيرشوي وخت حصه يم
چې ګورمه په مينه افسانې زړې زړې